اسوشیټیډ پریس په خپل تازه خبر کی وایی چی امریکایی پوځ د کنړ په کورینګل دره کی خپله ډیره غټه پوسته پرېښودله . امریکایی پوځ وایی چی دغی ګوښه پوستې بېله تاوانه کومه ګټه نه رسوله او د درو مشکلاتو له امله هغه خوشی کوی : لومړی د طالبانو پرله پسې حملې ، دوهم د هوا له لاری د اکمالاتو ناوړه رسیدګی او درېیم د نوو پوځیانو د رارسولو او مستقر کولو خطرونه . هغوی ادعا کوی چی موږ غواړو د غرونو د ساتنی پر ځای خلک وساتو خو په اصل کی غواړی چی د اوسېدو سیمو ته ورنږدې سی تر څو د طالبانو د حملو پر مهال د دواړو خواوو د جنګ په نتیجه کی ملکی خلک زیانمن سی .
کورینګل درې د ۳ مرګونو پیښو په نتیجه کی د ۳۸ امریکایی پوځیانو ککرۍ خوړلي دي او ځکه نو هغوی اوس د کنړ او نورستان ډیری برخی پرېږدي او په ګڼ میشته سیمو کی ځانونه پټوی .