کور / شعر / زه ستا د مــــــــــــــــــخ د ليدو تږى يمــــــــه

زه ستا د مــــــــــــــــــخ د ليدو تږى يمــــــــه

زه ستا د مــــــــــــــــــخ د ليدو تږى يمــــــــه
يمه ژوندى خـــــــو په رنګ مــــــــړى يمه

ددغــــــــــــــــــــــــــــې تندې مـــــــاتېدو لـــــــــپاره
د بېقـــــــرار زړه صــــــــــــــــــــــــبرېدو لپاره

ستا د ښــــــــکلا څرک په هر ګل کې ګورم
هم يي غــــاټول هم يي سمــــــبل کې ګورم

شوې په ريحــــــــان پسې مې پښې تڼاکې
په دې ارمان پســــــــــــــــې مې پښې تڼاکې

نه مې څـــــــــــــــېړۍ نه مې نښتر پرېښــى
نه مـــــــې دره او نه مـــــــــــې غر پرېښـــى

له لـــــــمــــــــــنځې څو ځلې تاو شوى يمـــه
هم په ګورګورو پســـــــــــې تللى يمـــــــــــــــه

د مازديګـــــــــــــــــــر شـــــغلو ته ډېر وګورم
د هلمــــــــــند ســــــــــــــيند څپو ته ډېر وګورم

خو دا ظالمه زمــــــــــــــــانه مــــــــــــــې ګرانه
مينې ته نه پرېږدي ښــايســـــــــــــــته جانانه

د لټون پاى کــــــــــــــــــــې په غـــمونو واوړم
زيار د ويــــــــنــــــــــــــو په ډنـــــــــــډونو واوړم