د روسيې ولسمشر ديميتري ميديوف خبردارى ورکړ، چي که اسرائيل پر اېران يرغل وکړي په نړۍ کي به د اټومي وسلو د استعمال جنګ رامنځته سي.
ولسمشر ميديوف وويل په منځني ختيځ کي د اټومي وسلو استعمال به د ټولي نړۍ د تباهۍ سبب وګرځي. نوموړي له يوه امريکايي ټلوېزون سره د مرکې پر مهال وويل چي اسرائيل پر اېران باندي پوځي يرغل ته زورونه وهي خو دا چاره به په ټول منځني ختيځ کي بدمرغي رامنځته کړي.
دا په داسي حال کي ده چي امريکا او اسرائيل اېران ته پر له پسې خبردارى ورکوي چي که د دې هيواد د اټومي پروګرام په درولو کي د خبرو لاره ناکامه سي پوځي يرغل ورسره تړلى دئ.