کور / تازه خبرونه / قزاقستان امريکايي الوتکو ته اجازه ورکړه

قزاقستان امريکايي الوتکو ته اجازه ورکړه

د قزاقستان ولسمشر نورسلطان نظربايوف امريکايي الوتکو ته اجازه ورکړه چي په افغانستان کي د خپلو پوځيانو د اکمالاتو دپاره د دې هيواد له فضاء څخه تيري سي.
د امريکا د ملي امنيت يوه چارواکي جنرال مايکل ميکفول خبريالانو ته وويل د دې تړون پر اساس به امريکايي پوځيان او د دوى سامانونه د شمالي قطب له لاري مخامخ افغانستان ته ځي او په دې سره به افغان جنګ ته د دوى اکمالات په پوره حفاظفت سره رسېږي.