د لاتيني امريکا د وينزويلا هيواد په يوه محبس کس د بنديانو ترمنځ وسله واله جګړه سوې چي له امله يې اووه تنه وژل سوي او ١٠ نور بنديان ټپيان سوي دي.
د وينزويلا د ملي امنيت مشر جوزفيګورا وايي د بنديانو يوې ډلي يو استاد او دوه ساتونکي يرغمل کړل، چي وروسته نورو بنديانو مخالفت وسره وښودئ، له امله يې جګړه رامنځته سوه او پورتنۍ مرګ ژوبله پکښي رامنځته سوه.
د نوموړي په وينا بنديانو له چاقوګانو او اوسپنيزو ډنډو څخه استفاده کړې اووه تنه پکښي مړه او لس تنه ټپيان دي.