د شمالي وزيرستان د تيري شپې تر بمباريو وروسته چي د محمدخېلو په سيمه کي وسوې له امله يې د مړيو تعداد ١٣ تنو ته ورسېدل.
پوليټيکل چارواکي وايي په دې بمباريو کي د جنګياليو يو مرکز له منځه تللى دئ او له امله يې پنځه تنه جنګيالي وژل سوي دي.
د چاراکو په وينا د مړيو شمېر وروسته ١٣ تنو ته ورسېدئ او تر دې يې هم د ډېرېدو بېره موجوده ده، ځکه چي ځيني ټپيان په نازک حالت کي دي. چارواکو نه دي ويلي چي له پنځو پرته نور وژله سوي کسان هم جنګيالي دي که ملکي کسان.