کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / هلمند ولي د القاعدې او بهرنيانو تر منځ دجنګ ډګر ګرځېدلی؟

هلمند ولي د القاعدې او بهرنيانو تر منځ دجنګ ډګر ګرځېدلی؟

 يادونه:  په متن کي چي (پښتو يې ګاني) پر خپلو ځايونو  ونه کارول سي لوستل ستونزمن کوي .

دځايي ملكي اداري كمزوري ، دخلكو بي تعليمي ، دپوليسو نه روزنه او كه دميشتو بهرنيو ځواكونو په خپل سردملكي وګړو په كورونو كي تلاشي كول دا هغه موضاعات دي چي بايد ځواب ورته وويل سي .

دهلمند ولايت په افغانستان  كي يوه  لوي ستراتيژكي ولایت  بلله كيږي .

دا ولايت په تير و وختونو كي هم دمخاليفينو د يوځانكړي مركز په نوم پيژندل سوي وه دتير و حكو متونو څخه بيا دطالبانو تر واكمني پوري دپاكستان داي  ايس اي غړو په دي ولايت كي په  فعاليت بوخت وه
او دهمغه وخت څخه په دي ولايت كي دمخاليفينو ريښي قوي سوي

دوګړو په ماغزو كي يو ډول ويري ځاي وموندي او په دي كار سره دځايي تر هګرو پله لاهم درنه سول
 ځايي خلكو  القاعده په دي ښه بلله چي داسلامي امارت نوم پري ياد دی  او له دي څخه خبر نه وه چي هيواد يي د پاكستان سياسي منګولو ونيوه دوي يوازي دطالبانو په خوله شمير كوو او دي ته يي فكر نه وه چي دا دپاكستان يو سياسي كړنلاره ده دپاكستان هيواد دطالبانو دواكمني پرمهال په افغانستان اوهلمند كي خپلي منګولی دومره ټینګی کړی  چي لاتر دامهالي ښخي سوي
 ريښي دنړي   څلويښت هغه  هيوادونه چي  افغانستان يي  نيمي برخه نه جوړي وي  خو بيا هم دوي داتو كالو په موده كي و نه توانيدل چي دا ښخي سوي ريښي را وباسي
كه وګورو په تيرو ديرشو كالو كي په افغانستان كي دچا په لمسونه جګړه اوج ته ورسيدل ښايي دافغانستان يوه تنكي ماشوم ته هم معلوم وي چي دا څوك وه چي زموږ هيواد يي را وران كړي
او هلمند يي داسي كړه چي دروغولو چاري دهر هلمند ي څخه وركي سوي خو  تر ډير به  دا اشاره همسايه  هيوا دونو  او دبهرنيو ترهكرو روزنكي هيواد پاكستان ته وي
خو را به سوه دافغانستان اوسنی دوری ته  دا حكومت د۲۰۰۱ كال را په ديخوا په فعاليت پيل وكړه او دپاكستاني طالبانو ټغر په همدي ځاي ټول سو او پر ځاي يو ه نوي ایتلافی  اداره جوړه سول
ددي اداري سره دا ځل دنړي بيلا بيلو هيوادونو هم ملتيا كول چي دبدرګې رسۍ داځل دڅلويښتو  هغه هيوادونو په لاس كي وه چي دنړي ستر ځواكونو بلله كيږي دا هيواد ونو په لومړي سره كي خوار ګرم وه او دومر ژمني يي ددي جنګ ځپلي هيواد سره وكړي چي افغانان لاس تر ‌ذني ناست وه او دا يي وويل چي بس هر څه خپل رارسيږي
ددي ادار ي په راس كي حامدكرزي  لومړي موقت ادار ه او بيا منتخب سول چي افغانان هم خورا ليواله وه تر څو منتخب اداره ددوي په خپل  خوښه جوړكړي  په لومړي سركي زيات امنيت وه او دكوكنارو كركيلي ته منعه وويل سوی وه
دافغانستان كوم منتخب اداره  چي وه دوي يوازي  په دهيوادپه داخلي چاروبوخت وو او سرحدونو  ته يي پام نه چي د هري خوا څخه ورته پاكستان تر هګر او القاعده راليږي  چي بلاخره  لويه زيرمه دهلمند ولايت شاوخوا سيمي اوولسوالي سوي  قاچاقبري دهمدي ځاي څخه سرچينه وموندل چي دهلمند ولايت څخه ايران او بيا دنړي نور هيوادونو ته انتقال یی مومي
په دي ولايت كي ملكي اداره په لومړي وختونو كي ډير كمزوري وه هر چا په خپل سر كار تر سره كووشتمن يي ډير او بي وزلي لږسول چي ديوه قاچاقبر مخه را گرځیدلوته  دسلو عسكرو اړتيا وه
چي دا ددي ځايي  ملكي اداري په وسه كي نه وه  چي مخه يي را وګرځوي خو دلته بيا په حكومت كي دمخاليفينوپله درنه سول  ځايي قاچاقبرونو طالبانو ته پيسي وركولي  تر څو  دوي وجنګي او كوكنارو كر كيلي نور هم ډير سي په لومړي پيل كي دبيارغوني پروژي نه وي چي عام وګړي پكښي كار وكړي او له دي لاره څخه خپلي كورني ته حلاله روزي وموندي خو يو څه وه هغه دقاچاقبرونو سره كار كولوپه مرسته  هغوبه  ورته زياتي پيسي وركولي
ددي تر څنګ په دي ولايت كي دښوونی اوروزنی  كچه دومر كښته وه كله چي به يوماشوم او كوم ځوانان ښوونځي ته تلل نو دكلي اوسيدونكو به ورته دكفر الفاظ استعمال ول 
اداري فسا د خو دومر مروج سوه ته به وايي چي دخپل پلارنی شتمنی یی  ده هر څه به كيدل ديوه لاسليك  پر سربه په سوه نوزره افغانی اوډالر اخستل كيدل چي ځايي  ملكي خلك به له زياتو ستونزو سره مخ وه
كرار كرار په دي اداري كي لږ څه بدلون تر ستر كو كيد ه په اداري كي تغير او بدلون راميځته سوه
او هغه دولتي چاروكي چي په فساد ككړه وه تبدیل سول او پرځاي نوي چاروكي ونومول سول خو بيا هم ستونزي وي ښوونه اوروزنه       په مر كز لښكرګاه ښار كي وه خو په ولسواليو كي دا ستونزه لاپرځاي پاته وه چي دامهال هم شتون لری  په دي ولايت كي ځايي پوليسو مسلكي زده كړي نه درلودل ددوي او تر هكرو تر منځه كوم توپير نه ليدل كيد ه ټولو يو  ډول وه
دوخت په تيرو دو سره په دي ولايت كي هر څه دپرمختك خوا ته روان وه
په اول سركي په دي ولايت كي بهرني سرتيري نه وه خو كوم وخت چي بيا په  دي ولايت كي  بهرني سرتير ي ميشت سول او خپلي سري عمليات پيل سول چی له امله یی اوسیدونکودیوه پاڅون په ترڅ کی  يوځل بيا دمخاليفينو ډلی  قوي کړی او په دي ولايت كي جګړو زورواخسته چي تل به په نړيوالو رسنيو كي دهلمند نوم دجنګ او جګړي ډګر ياددي او له دي ولايت څخه به  وخت نا وخته د جنګ جګړي پيښي اوريدل كيد لي  اود هلمند ولايت ددي سره سره چي دجګړي مركز بلله كيدی د  نړي هيوادونو دكوكنارو يو ستر توليد كوونكي هم بللي چي دناارامي نوم هم بهرنيانوپركيښود
خودامهال هم په دي ولايت كي ستونزي موجود  دي خو هغه څه نسته كوم چي مخكي وه دامهال په دي ولايت كي دكوكنارو په كركيله كي ۳۳ سلنه كمي رامنځته سوه دپوليسو له لپاره دمسلكي زده كړو زمينه برابر سوي دمسلکی زده کړی  كچه تر پخوا لوړ سوي  او ايساف ځواكونو تر يو بريد ددولت سره همغږي دي چي په دي كار سره هلمند ولايت تر ډير حده ناارام نوم  دځان ليركړي او ولس يي اوس دسولي غوښتنونكي دي له جنګ ستړي دي يوكار چي تر دامهال  نه دي سوي هغه په هلمند كي دوه زره كيلومتره له ګاونډی هیوادپاکستان سره سرحددي  چي لاتر دامهال دپاكستاني طالبانو پرمخ خلاص دي اوهرو ورځ په دی سرحدباندی سلګونه بهرنی وسله وسله وال طالبان له همدی لاری هلمنداوبیاافغانستان ته را  اوړی له همدي كبله هلمند اوس هم نارام او اوسيدونكي له ستونزو سره مخ دي
که نظامی کارکوونکی دغه ټکی په نظرکی ونیسی نو یواځی هلمندنه بلکی ټول افغانستان کی به امنیتی حالت یوڅه سم سی نوپه نوروولایتونوکی هم دغه ډول سرحدی کرښی لا تر دی دمه په واک کی نه دی نیول سوی .