کور / تازه خبرونه / د ولسي جرګې د کانديدانو نوم ليکنه شروع کېږي

د ولسي جرګې د کانديدانو نوم ليکنه شروع کېږي

د افغانستان د انتخاباتو کمېسون وايي ټاکل سوې ده چي نن په کابل او ولايتونو کي د ولسي جرګې د کانديدانو نوم ليکنه پيل سي.
د انتخاباتو کمېسون وايي دغه نوم ليکنه به يوه اونۍ په مرکز او د ټولو ولايتونو په مرکزونو کي دوام ولري.
ټاکل سوې ده چي د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات د روان کال د دوبي په پاى کي ترسره سي.