کور / تازه خبرونه / ولمسشر په کندوز کي د پوهنتون د پرانيستلو امر وکړ

ولمسشر په کندوز کي د پوهنتون د پرانيستلو امر وکړ

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي وروسته له هغه په کندوز ولايت کي د پوهنتون د پرانيستلو امر کړئ، چي دوې ورځي دمخه يې د دغه ولايت څخه ليدنه وکړه.
ولسمشر کرزي پرون د وزيرانو په شورا کي د لوړو زدکړو وزارت ته امر کړئ، چي په کندوز ولايت کي درې پوهنځى د پوهنتون په سطحه تشکيل کړي، چي د دغه ولايت د دوولسم ټولګيو د فارغينو ستونزي ورسره اواري سي.
د راپورونو له مخي سږکال د کندوز ولايت د دوولسمو ټولګيو د فارغانو شمېر ځکه لږ وو، چي ډېرى فارغانو په خپل ولايت کي د پوهنتون د نه آسانتيا له کبله د کانکور په ازموينه کي ګډون نه وو کړئ.