:په قبا ئيلي سيمو كښې روانه جګړه د استخباراتى شبكو لوبه ده موجوده واكمنو هېواد دتباهي سره مخامخ كړيدى ولس مشرف چى په بيلجيم كښې څه وويل د هغه خلاف به په ټول هېواد كښې احتجاج وكړل شي دغه څرګندونې د پښتونخوا ملى عوامي ګوند چيرمين د پونم او اې پي ډي ايم مشر محمود خان اڅكزي د مشرق ورځپاڼې سره په مركه كښې كړيدى ښاغلى محمود خان اڅكزي زياته كړيده چى ما و محترمه بې نظير بوټو ته مشوره وركړې وه چى په موجوده واكمنو باور مه كوه د دواړو لويو ګوندونو مشران له هېواد څخه په زور ايستل شوي وه ْ اساسي قانون وزير اعظيم ته دپوځ
مشر ټاكلو او بد لولو حق وركوي ټول قام مايوس دى ځكه په انتخاباتو كښې دلچسپي نه لري تر بيلا بند د هېواد درې زره ميګاواټ بريښنا توليد وي خو د تربيلا بند سره څيرمه سيمې دبريښنا څخه بې برخي دي سياستمدارانو ته پرخپلو تير وتنو باندې سزا وركړل شوه چي كله د ولس مشرڅخه د اسمبلۍ ماتولو حق بيرته واخستل شو نو سياستدارانو ته پر12 اكتوبر 1999 كښې د مارشلاء په صورت كښې سزا وركړل شوه پر12 مئى په كراچى كښې د وينو لوبه وشوه خو زمه واران يې تر اوسه ندي څرګند د 45 كسانو مرګ نه د قوت مظاهره ولې وويل شوه ښاغلي محمودخان اڅكزى زياته كړي ده چي ډير ه د افسوس خپره ده چى ولس مشر د بهرنيو دوري پرمحال د خپل هېواد او ملت په هكله څه وويل هغه تر شكنځلو هم بد وه ْ د بې نظير بوټو په هكله محمودخان اڅكزي زياته كړې ده چې ودې ته د18 اكتوبر پس د هغه قوتونو سره ناسته پاسته پكار وه چي كولو د دې جلا وطنې غير قانوني بلله له بده مرغه سياسي ګوندونو د 27 دسمبر د پيښي څخه زده كړه ونه كړه او اوس هم په انتخاباتو كښې برخه اخلي په انتخاباتو كښې برخه اخستل د استعمارګرو مرسته كول دي د قبا ئيلي سيمو په هكله ده زياته كړه چي ترڅو امريكا اوپاكستان نه غواړي په تشدد به روان وي دقبائيلي سيمو څخه دي غير ملكيان او پوځ دواړه ووځي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه