دډاکټر فريد الله واعظي رالېږنه
دبدل اخيستلوخوشالي له يوي شيبي څخه زياته نه وي، خودبښني خوشالي هميشه وي.
هيله مند اوسي ځكه ناهيلي ګناه ده.
چا چي علم ترلاسه نه كړ هغه يتيم دي.
پورغلامي ده اودهغي وركړه ازادي ده.
ديقين خوب كول دشك له لمانځه غوره دي.
دهرسړي قيمت دهغه نيك عمل دي.
دانسان هره ساه ايستل دمرګ لوري ته يوقدم دي.
خپل ځان خوښول ترټولولوي وحشت دي.
مرګ يوبي خبره ملګري دي.
نړي يوه مسافرخانه ده، خوبدبختوتري خپله دايمي جونګړه جوړه كړي ده.
دانسان ترټولولوي دښمن دهغه خيټه ده.
په نړي كي چي كوم شيان كم دي هغه رښتيااوامانت دي اوچي ترټولوزيات دي هغه دروغ اوخيانت دي.
په يون(سفر) كولوكي هيځ بدي نشته ، دعيب خبره داده چي سړي په خپل هيوادكي دنورو محتاج وي.
په هره خبره كي ها ها كول د منافقينو خوي دي اوپه هره خبره كي اختلاف كول ددښمني سبب ګرځي.
ددښمن په ښو اخلاقوباندي باورمه كوي، اوبه چي هرڅومره په اورګرمي كړي بياهم داوردوژلو لپاره كافي وي.
نن عمل شته حساب نشته، سبا حساب شته عمل نشته.
انسان ته ښايي چي دهغو ژمنه ونه كړي چي ترسره كولاي يي نه شي.
دكور داخيستلونه وړاندي دګاونډيانوپه اړه معلومات لاسته راوړي .
دروغجن سړي به هيځكله هم لويي مرتبي ته ونه رسيږي، هريوشمارل شوي شي كم وي.
هرهغه سړي چي دهري خبري جواب ژر وركوي هغه هر بيان سم نه شي وركولاي.
كوم كار چي دخلكوپه وړاندي يي كول مناسب نه وي مناسب داده چي پټ هم بايد ونكړل شي.
انسان په دي عمر كي دځه لپاره خوشحاله وي، چي دساعتونوپه تيريدو باندي كميږي اودهغي بدن په سلامتي ولي مغروره وي، چي دجهان دافتونو ورته مخه وي.
دانسان لپاره څومره بده ده، چي باطن يي رنځورمګر ظاهريي ښايسته وي.
علما ددي لپاره عاجزاوبي كسه دي چي جاهلان ډير دي اوڅوك دهغوي قدرنه پيژني.
خراب سړي په چا نيك ګمان نه كوي، ځكه چي هغه هرسړي دځان په ډول ګڼي.
څه وخت چي عقل پوره شي،نو هغه وخت خبري كميږي.