د امريکا ولسمشر باراک اوباما منلې چي د ممبى د ٢٠٠٨ کال په حملو تورن کس ډيويډ هيډلي هندوستان ته وسپاري.
د هندوستان د بهرنيو چارو مرستيالي نروپماراو وايي ولسمشر اوباما له لومړي وزير من موهن سنګ سره د ليدنو پر مهال منلې چي ډيويډ هيډلي د هندوستان حکومت ته د نورو تحقيقاتو دپاره وسپاري.
ډيويډ هيډلي د امريکا تابعيت لري او د ممبى په بريدونو کي په لاس لرلو تورن دئ.