طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو خبر ورکړئ چي په کاپيسا کي د دوو تښتول سويو فرانسوي خبريالانو په بدل کي يې فرانسې ته د څو طالب بنديانو ليست سپارلى دئ خو تر اوسه موافقه نه ده ورباندي سوې.
طالبان وايي دوى تصميم نيولئ چي بېله تبادلې به دغه خبريالان د هيڅ شي په مقابل کي خوشي نکړي. په هغه ويډيو کي په دې اړه لراوبر ته رسېدلې ده هغه دواړه فرانسوي زندانيان له ولسمشر سرکوزي څخه غوښتنه کوي چي دغه وېډيو دي د فرانسې پر ټلويزيون خپره سي ، دوی وايي چي دا يې وروستی ځل دی چي خپل پيغام خپروي ، طالبان ددوی په خوله فرانسې ته خبردارئ ورکوي چي که د ورسپارل سوي ليست پر اساس د تبادلې چاري ژر بشپړي نه کړي دوی به دواړه فرانسوي زندانيان ووژني .
د فرانسې حکومت دوې مياشتي دمخه اعلان وکړ، چي د دغه خبريالانو په خوشي کولو کي يې ١٢ ميليونه يورو مصرف کړئ خو تر اوسه يې لا نه دي خلاص کړي.