کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

اراده:
دې خپلواكې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې په هلمند كې د اېټالوي وګړو د نيولو په موضوع بحث كړې او د هلمند د چارواكو په حواله يى په غټو ټكو سره ليكلي، چې دوى په كويټه كې د طالبانو له شورا سره اړيكې درلودلې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې كندهار او بيا په شمال كې كندوز او بغلان ولايتونو ته د ولسمشر كرزي په سفر تبصره كړې او ليكلي، چې ولسمشر بايد دخلكو د باور د جلبولو لپاره ددوى له سره هغه چارواكي لري كړي، چې د ورځپاڼې په وينا د نا امنيو اصلي عاملين دي.
په ورځپاڼه كې په مارجه كې روانو حالاتو ته هم كتنه كړې او ليكلي، چې ددې سيمې خلك اوس هم د ناورين په غيږ كې دي.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې هم كندز ته د ولسمشر كرزي په سفر تبصره كړې او ليكلي، چې ښاغلي كرزي د ددې ولايت امنيتي وضع وڅيړله او خلكو ته د ورپيښو ستونزو د هواري ژمنه يى وكړه.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا د ولسمشر كرزي په هغه حكم بحث كړې، چې له مخې يى ولسوالانو ته د مياشتې شل زره افغانۍ مرستندويه معاش منظور شوې او هغه يى په هيواد كې د سيمه ايزو ادارو د پياوړې كولو لپاره يو مهم ګام بللې دې.
ورځپاڼې په يو جلا څيړنيز مطلب كې په امنيت باندې د بيارغونې اغيزې څيړلي او سپارښتنه يى كړې، چې دې مسئلې ته بايد زياته پاملرنه وشي.

ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ غټ سرليك په هلمند كې د اېټالوي ډاكټرانو دنيولو موضوع ته ځانګړې كړې او پخپله سرمقاله كې يى په هغوى د لږول شويو تورنو د سپيناوي غوښتنه كړې، ځكه د ورځپاڼې په وينا له دې سره به ددوى مرموز اهداف روښانه شي.
په ورځپاڼه كې د كابل او واشنګټن ترمنځ د نظر د اختلافاتو په اړه هم يو مطلب خپور شوې او په كابل كې د امريكا د سفير په حواله ليكل شوي، چې دا يوه عادي مسئله ده.
په ورځپاڼه كې دا خبر هم وركړل شوې، چې د پاكستان استخباراتي ادارې د طالبانو هغه دوه جكپوړي چارواكي ازاد كړي، چې د ورځپاڼې په وينا د ملا برادر په نيولو كې يى مرسته كړې وه.

افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې بيا د خپل لومړي مخ غټ سرليك كندز ته د ولسمشر كرزي سفر ته ځانګړې كړې او ليكلي، چې ولسمشر له طالبانو وغوښتل، چې له تاوتريخوالي لاس په سر شي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې هم كندز ته د ښاغلي كرزي په سفر تبصره كړې او ليكلي، چې دا سفر د سولې له روانو هڅو سره ښه مرسته كولې شي.
دې ورځپاڼې هم د كابل او واشنګټن ترمنځ وروستۍ ډيپلوماټيكې شخړې ته كتنه كړې او ليكلي، چې د امريكا د بهرنيو چارو او ددفاع وزيران هڅه كوي، چې دا كړكيچ هوار كړي.
ورځپاڼې پخپل ننني كارټون كې په افغانستان كې د اټالوي ډاكټرانو چلند انځور كړې او پكې دا ښودل شوې، چې دوى د ټپيانو درملنه نه بلكه په نورو كارونو بوخت دي.

اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.
انيس هم پخپله سرمقاله كې كندز ته د ولسمشر كرزي په سفر بحث كړې او پدې ترڅ كې د خلكو د ملاتړ جلبولو په اهميت ټينګار كړې دې.
خو اصلاح بيا پخپله سرمقاله كې ليكلي، چې په هلمند كې د اټالوي ډاكټرانو په نيولو سره ترورستي توطعه رسوا او شنډه شوه.

ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله كې د هلمند د والي د وژلو په توطعه كې د لاس لرلو په تور د اټالوي ډاكټرانو د نيولو په مسئلې بحث كړې او ليكلي، چې د ترورزم دښمنان اوس د ترورزم ملاتړې شوي دي.
ورځپاڼې د هيواد له عدلي او قضايي ادارو نه غوښتي، چې دا مسئله په جدي توګه وڅيړي او پايلې يى خلكو ته اعلان كړي.
په ورځپاڼه كې د افغان ميرمنو حالت ته هم كتنه شوې او پدې ترڅ كې د ملګرو ملتونو په حواله ليكل شوي، چې د افغان ميرمنو حالت لا هم د انديښنې وړ دې.