د سترګو اوښکی تر ګريوانه پوری ورسيدی
د عشق کيسی می تر جهانه پوری ورسيدی
ما خو وعده پوره کوله ستا د مينی اشنا
د خولی سلګۍ می تر اسمانه پوری ور سيدی
د اور لمبی می په سينه کی پټی پټی ساتی
د زړګی چيغی تر کاروانه پوری و رسيدۍ
د جدائي اورونو څنګه په لمبو و سوځم
خاوري ايري می تر بيابانه پوری ورسيدی
ستا د ليدو په طمع طمع می الله الله کړی
چه فيصلۍ می تر رحمانه پوری ورسيدی
بيګاه شهيد اشنا په خوب کی ستا پوښتنه کړله
د عشق کيسی تر بل جهانه پوری ورسيدی
د (((ځلبلاند))) دمرګئ ږغ به په غوږونو واوري
که می يار سترګۍ تر جانانه پوری ورسيدی