چې سحر شي لمر ترکليو پورې راشي
زه مې خپل د بينجارګۍ د سامانونو
ډک وړکى صندوق شا ته وتړمه
په مزه مزه دکليو په لور ورشم
ښه په لوړ غږ د سودا نارې وهمه
ماشومان لکه واړه ورکي له هر خوا
په ترپکو په چکچکو را راون وي
د چا لاس کې وي زړې زړې چاپلکې
دچا لاس کې وي زاړه د ميسو لوښي
د چا لاس کې يوه روپۍ او دوه روپۍ وي
دوى له مانه شيان غواړي زه له دوى نه
بدلول رابدلول وي د شيانو
يو وړکى خوندور بازارګى جوړي وي
—–
تر غرمې پورې په ډيرو کليو ګرځم
خو چې ټکندې غرمه شي
ددې منځ کلي ته راشم
د زاړه توت خوا ته کينم
يوه سوزنده ناره کړم
سودا واخلـئ سودا واخلئ
په زړو زړو چاپلکو
په زړو مسينو لوښو
ورکوم نوي شيان مې
……..
له مې دمه جوړه نه وي
چې بيا ګڼه ګوڼه جوړه شي
دشوخو ماشومانو
په دې وخت له نږدې خوا راپيدا شي
يوه دنګه ، شين خالۍ ، ليونۍ پيغله
په خواږه انداز يو غږ راباندې وکړي
بينجاره ماما تا بيا څه دي راوړي؟
په دې غږ کې دومره خوند وي دومره زور وي
چې دزړه او وجود ستنې مې
بې واره په درزا شي ورخطا شم
الق مې وچ شي خوله مې بنده بنده کيږي
په تتوې ژبه وايم
واله دا د بينجارګۍ شيان دي ګورې
دا بنګړي ،دغه رانجه ،دغه لختۍ دي
دغه نور شيان چې ګورې
دا دغو ماشومانو د مستۍ دي
پيغله کيني ښه نږدې دصندوق خوا
کله يو څه کله بل څه شي راوخلي
په ټيټ غږ په مينه ناکه لهجه وايي
دا په څو دى دا په څودى؟
ورته وايم دا په دا دى دا په دا دى
دا مې ټول شيان ګډوډ کړي
راته وايي دا ښه نه دى دا قيمت دى
په دې وخت کې د کميس جيبه ته لاس کړي
يو شي پټ مې د صندوق په کونج کې کيږدي
او په پښې باندې مې ولګوي ښه کلکه نوکاره
زه اخ وکړم
او دا پاڅي
په خندا خندا کې وايي
بينجارګى خداى دې مړ کړه
هميشه راځه غرمه کې