کور / تازه خبرونه / شاهي سعيد: غداران د خيبرپښتونخوا سره مخالفت کوي

شاهي سعيد: غداران د خيبرپښتونخوا سره مخالفت کوي

د نيشنل عوامي ګوند د کراچي څانګي مشر شاهي سعيد د خيبرپښتونخوا له نامه سره مخالفت، د غدارانو، د پرديو د جاسانو او منافقانو کار دئ.
په کراچي د خيبرپښتونخوا د نامه په وياړ يوې جوړي سوي غونډي ته نوموړي وويل د کراچي پښتانه پر سند د حاکميت دعوه نه کوي، سند د سنديانو، پنجاب د پنجابيانو او پښتونخوا د پښتنو وطن دئ چي هرڅوک مخالفت ورسره کوي هغه منافق دئ.
نوموړي وويل د پاکستان په اساسي قانون کي اتلسم تعديل د پښتونخوا د حکومت يوه غټه کارنامه ده.
بايد وويل سي چي د خيبرپښتونخوا له نامه سره د هزاره ډيويژن اوسېدونکي مخالفت کوي او ځانته د جلا صوبې د جوړولو ناره يې اوچته کړې چي له تيرو ١٥ ورځو راهيسي پرله پسې مظاهرې کوي.
د پښتونخوا د نامه په مخالفينو کي د مولانا فضل الرحمان جمعيت علماء، قاضي حسين احمد جماعت اسلامي، او د عمران خان د تحريک انصاف ګوندونه هم ملګري دي.