دځوان ژورناليست اوليکوال محمدابراهيم (سپېڅلي) لومړنى اثر(دپېغلي زړه ) چاپ سو .
دغه کتاب په ښکلې پښتۍاوڅلوراتيامخونوکي خپله دليکوال لخواپه کندهارکي خپورسوى دى .
پر(دپېغلي زړه ) باندي چي لنډي ادبي ټوټي دي تکړه ليکوال،شاعراوژورناليسټ عبدالغفورلېوال اودکندهارداطلاعاتواوکلتورپخواني رئيس خداى بخښلي عبدالمجيد(بابي)سريزي کښلي دي .
دکتاب تړون يي دپښتون فليسوف ګل پاچا(الفت) په نامه کړى دى .
ديادوني وړده چي دليکوال دوه نورکتابونه ، (چوپ سه چاته مه وايه ) او(دامام اعظم ژوندون) هم چاپ ته چمتودي .