
کوم ګاز چه په هوا کي شامل وي هغه زموږ له سږو څخه څوک ګرځولای سي که څوک د هغه مخنیوی کول وغواړي نو باید ساه اخیستل(تنفس) بند کړي لیکن د امکان نه لري.
زموږ په ځمکه کښي په یوه کیلوګرام خاوره کښي په منځني ډول څلور ملي ګرامه یورانیم شتون لري یورانیم یو راډیواکټیو شعاع غورځوونکی فلز دی چه د شعاعو په خارجولو سره په ریډیم فلز بدلېږي(هغه عنصر چه اتومي نمبر یې له ۸۲ څخه زیات وي نو خپله د شعاعو په څېر ذرات غورځوي لکه الفا وړانګي -ژباړن)
ریډیم هغه فلز دی چه د ساعت په ستنو کښي د شوبیني لپاره کارېږي په حقیقت کښي د ریډیم څخه د وړانګو وتلو له کبله برېښي او دا وړانګي د سرطان د ناروغۍ د منځته راوړلو لامل ګرځي
ریډیم فلز د رادیو اکټیو شعاعو په اخراجولو سره په ریډان ګاز بدلېږي چه په هوا کي د شاملیدلو سره د تنفس په وخت کي زموږ سږو ته ځان رسوي
ریډان ګاز هم یو رادیواکټیو عنصر دی چه د الفا وړانګو په صورت کښي شعاعوي خارجوي او په خپله په یو جامد فلز پلونیم بدلېږي دغه الفا وړانګي خپله انرژي د ساه اخیستلو نالې او سږو ته انتقالوي چه زموږ د بدن د ډي این اې د تبدیلي لامل او سبب ګرځي چه له دې سره د سرطان ناروغي منځ ته راځي (ډي ـ این ـ اې د وراثت واحد دی چه ژوندی شی د همدې پر اساس بیلابیل جوړښت او صورت لري ـژباړن)
په سږو موجود د ریډان ګاز په پلونیم بدلېږي پلونیم یو سخت جامد مرکب دی چه هلته پاته کېږي او بیا یې له سږو څخه د وتلو امکان نسته،د پلونیم دا جامده برخه هم راډیو اکټیو وړانګي خارجوي دغه الفا وړانګي خپله انرجي بدن ته د اتصال پر وخت د ډی این اې په کیمیاوي جوړښت تاثیر کوي،پلونیم د الفا د ذرې په خارجېدلو سره په بیسموت عنصر بدلېږي بیسموت هم یوه جامده ماده ده چه زموږ په بدن کي د الفا وړانګو د پیداکولو موجب ګرځي یعني دا سلسله په ځمکه کي د شته یورانیم څخه پیل او په هوا کښي له شاملېدو سره یو ځای زموږ سږو ته نفوذ کوي او په بدن کي د الفا وړانګو په خارجېدلو سره د سرطان د ناروغۍ سبب ګرځي ریډان ګاز په بندو کوټو او ځایونو کښي په لوړه کچه موجود وي ځکه د هوا د نه شتون له کبله دا ګاز هم هلته جمع کېږي په داسي ځایونو کښي چېري چه د کوټو دروازې او روښندانونه تړلي وي زموږ بدن ته د تنفس په وخت کښي په ډېر سرعت ننوزي په خاوره کښي موجود یورانیم هم د ریډان ګاز اصله منبع ده چه له خاورې خامي خښتي او ډبروڅخه جوړ سوي وي نوموړی ګاز پکښي په پراخه کچه شتون لري،همدارنګه دا ګاز د څښلو په اوبو کښي هم شتون لري ځکه ریډان ګاز په اوبو کښي منحل کېږي چه د داسي اوبو د څښلو په صورت کښي نوموړی ګاز زموږ بدن ته لار مومي
د خاورو په بیلابیلو ډولو کښي یورانیم په مختلفه کچه پیداکېږي هغه خاوري چه په لوړه کچه یورانیم ولري معلومه خبره ده چه ډېر ریډان ګاز به پیداکوي او د الفا وړانګو تولید به یې هم ډېر لوړ وي طبعي ګاز هم د ریډان ګاز د پیداکېدلو سبب ګرځي د طبعي ګاز شاوخوا خاوري چه یورانیم ولري د ریډان ګاز په خارجېدلو سره لومړی ګاز له طبعي ګاز سره د یو ځای کېدو وروسته زموږ کورونو او کوټوته راځي چه د سولېدو په صورت کښي ریډان ګاز فضا ته خارج او د تنفس په صورت کښي موږ ته زیان رسوي د دیوالونو د جوړولو په وخت کښي باید په نظر کښي ونیسو چه دیوال سوري او چاکونه ونه لري ځکه د ریډآن ګاز په داسي ځایونو کښي زېرمه کېږي او د خوني فضا چټلوي که چېري موږ د خالصو سیمینټو پلستر ورکړو نو په دې صورت کښي به په نوموړو دیوالونو کښي د ریډان ګاز د زېرمه کېدو چانس کم وي په کومو خونو او کوټو کښي چه روښندانونه پرانیستي وي د ریډان ګازد مخنیوي یوه موثره لار ده
همدارنګه په تعمیراتو کښي د پنکې چلول د ریډان ګاز د کنټرول لپاره یو مثبت ګام دی
په کومو ځایونو کښي چه د ریډان ګاز کچه لوړه وي هلته باید د خونو او کوټو دروازې،دریڅې او روښندانونه پرانیستي وي او د کوټو او خونو د رغوني په وخت باید صحیح پلستر ته خاصه پاملرنه وسي تر څو زموږ له دې پټ دښمن څخه ځان وژغورل سي.
ويښ ځوانان ادبی ټولنه.کوټه
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه