د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن په کندوز ولايت کي پر طالبانو ږغ وکړ چي له جګړې لاس واخلي او د بهرنيانو وتلو ته زمينه مساعده سي.
ولسمشر کرزى چي نن د کابينې د غړيو او پارلمان د وکيلانو سره د کندوز ولايت ته تللى وو، هلته يې د قومي مشرانو غونډي ته د وينا پر مهال وويل، که طالبان له جنګه لاس واخلي پر بهرنيانو به په افغانستان کي د پاتېدو پلمه ودرېږي او هغوى به ووزي.
د ولسمشر کرزي سره د کندوز په سفر کي د ناټو عمومي قومندان جنرال مک کريسټال هم ملګرى وو.
کندوز د افغانستان په شمالي ولايتونو کي تر ټولو نا ارامه ولايت ګڼل کېږي چي له تېرو څو مياشتو راهيسي د طالبانو فعاليتونه پکښي ډېر سوي دي.
د ناټو ځواکونه وايي کندوز ته د امريکايي پوځيانو په رسېدو يې په دې ولايت کي د طالبانو پر ضد پراخ عمليات پيل کړي دي.