د افغانستان اسلامي امارت ويبپاڼه چي وسله وال طالبان د خپلو ورځينو فعاليتونو خبرونه ، مقالې ، شعرونه ، جنګي فلمونه او بېلابېل نور مواد پکښي خپروي اوس په نوې بڼه د هوا څپو ته سپارل سوې ده ، دا خبره د طالبانو د مطبوعاتي چارو مسول ډاکټرطارق غزنيوال په کندهار کي د لراوبر خبريال ته وکړه ، نوموړي د امارت ويبپاڼي نوي ادرسونه هم زموږ خبريال ته سپارلي چي ټول ادرسونه همدغه يوې ويبپاڼي ته ريډايريکټ کيږي .
د طالبانو مطبوعاتي چارو ته په کتو سره ددوی په پاليسيو کي د پخوا په پرتله ژور توپير ترسترګو کيږي ، طالبان په دې وروستيو کي په خپلو رسنيو کي د عکسونو تر څنګ پرېمانه ويډيوي تصويرونه هم خپروي چي زياتره يې پر ايتلافي او ناټو ځواکونو د عملياتو پر مهال په مخامخ ډول عکاسي سوي وي .
د امارت ويبپاڼه په دغو پتو ليدل کيدای سي
www.alemarah.info
www.alemarah.tk
www.alemara.co.cc
www.shahamat1.org
www.alemarah.info
www.shahamat.org
www.alsomod.info