دډیروخت څخه اروپایي میشتوځینی هلمندیانوترمیان دهلمنددخراب جنګی ناښی حالت اودمظلوموبیچاره اړوکسانو دکومکو اوژوندپه هکله خبرومشورودوام درلود چی بلاخره د۲۰۱۰زکال داپریل په۳نیټه دډنمارک داغوس په ښارکی یوغټ تعداداروپایی اوسیدونکو هلمندیانو استازی سره جرګه سوه داوږده بحث اوخبرو وروسته داسي پریکړه لیک ومنل سو.
د دې لپاره چی ټولنه لاپراخه اوهم دخلګوترمیان نورهم داعتمادفضالاډیره اوکارونه منسجم سي،درایوپه اتفاق ((۱۲))نفر ه داړیکواوانسجام کمیسون داسي وټاکل سوچی یعقوب وزيري اوډاکترانوردډنمارک څخه حاجی عبدالله سنګر اوعبدالرحمن حقوقی دناروی څخه رحمت الله هلمند،نثاراحمدشریندل اوصالویعقوبی دجرمنی څخه. مهدی خالقی دهالند،حبیب الله غمخوردسویډن اونثاراحمدبارکزی دبلجیم همداډول یونفردشرقی اروپا اویونفردانګلستان څخه .
کمیسون به داروپایی میشتو اوکه ممکن وه دامریکااوکاناډااوسیدونکوهلمندیانوسره اړیکی نسی ترڅوپه هغه درنه لويه غونډه کی برخه واخلی چی دټولنی طرح اوبنسټیزاصول پکښی ټاکل کیږی .
دغونډی ځای نیټه وروسته ټاکل کیږی موږ دټولواروپاميشتومحترمو هلمنديانوڅخه هيله لروچي خپل استازي کی په دی پرته مینه غونډه کی دگډون لپاره دهر هيواد داړیکواوانسجام کمیسون له لاري راوپېژني .
په غونډه کي داپریکړه هم وسوه چی داټولنه به یوخیریه ټولنه وي اوداړوکسانوسره به کومکونه کوي .داټولنه دهیڅ داخلی اوخارجی واکمنانو،سیاسی ډلوو،اشخا صو یاکم هیواد سره اړیکی نلری نه به دچاپرضد یاچوپړ کي وکاره ول سی .
مننه
داړیکوادرس لمبرونه : ۰۰۴۷۹۹۵۹۱۶۷۸ بل۰۰۴۷۹۴۷۹۲۶۲۶ بل۰۰۴۵۵۱۹۴۴۵۱۳
=============================
د پښتو يې ګانو د استعمال يو څو بېلګي وګورئ
http://larawbar.com/detail.php?id=1000
=============================