کور / تازه خبرونه / ولسي جرګه: حامد کرزى فقط لس ورځي وخت لري

ولسي جرګه: حامد کرزى فقط لس ورځي وخت لري

د افغانستان ولسي جرګې ولسمشر کرزي ته لس ورځي وخت ورکړئ چي د کابينې پاته غړي ورته معرفي کړي.
ولسي جرګې د جنوري په مياشت کي د ولسمشر کرزي تقريباً نيمه کابينه په دوه واره رد کړه چي له هغه راهيسي ١١ وزيران د سرپرستانو په توګه کار کوي.
د افغانستان د جمهوري رياست يوه وياند رويټرز آژانس ته ويلي دوى د ولسي جرګې غوښتنه منلې او ولسمشر کرزى کوښښ کوي چي وړ کسان د پاته وزارتونو دپاره معرفي کړي.