د سړک د غاړي ماين په کندهار ولايت کي څلور تنه مړه او ١٤ ټپيان کړل.
پېښه نن سهار د کندهار په شمال ختيځ دامان ولسوالي کي هغه مهال رامنځته سوې چي د ډافا د ماين پاکۍ موسسې پر يوه موټر باندي چاودنه سوې ده.
فرانس پريس آژانس د کندهار د ولايتي مقاماتو له خولې خبر ورکوي چي ماين د ريموټ کنټرول په ذريعه د ماين پاکانو پر لارۍ موټر باندي چاودل سوئ دئ.