کور / تازه خبرونه / ولسمشر کرزى کندوز ته ولاړئ

ولسمشر کرزى کندوز ته ولاړئ

د افغانستان ولسمشر حامد کرزى نن په يوه ناڅاپي سفر د کندوز ولايت ته رسېدلئ دئ.
د راپورونو له مخي له ولسمشر کرزي سره د کابينې پر ځينو غړيو سربېره د ناټو عمومي قومندان جنرال مک کريسټال هم ملګرى دئ.
ولسمشر کرزى په داسي حال کي کندوز ولايت ته رسېږي چي هلته د طالبانو فعاليتونه ډېر سوي، د امريکايي ځواکونو له خوا عمليات پيل سوي او هره ورځ له دغه شمالي ولايت څخه د جنګ جګړو او مرګ ژوبلو خبرونه ورکول کېږي.
کندوز ته د ولسمشر کرزي د ناڅاپي سفر علت تر اوسه نه دئ معلوم، په دې هکله به جزيات وروسته پر ليکه سي.