ریښتیا مه وایه چي ژبه دی غوڅیږی
ملایانو په قدرت کی چي اوس اوسیږی
که دی وویل ، ملا ګوره او قدرت؟
پر تندی دي د الحاد ټاپه لګیږی
ږیره ستا ده مګر واک یی د ملا دی
که دی وخریله غوږ به دي پریکیږی
چا که وویل ملایانو کابل وران کړل
سمدستی پل چرخی ته لیږل کیږی
ملا یان وایی وارث د انبیا یو
که يې نه منې ملحد شمیرله کیږی
ملاهرڅه چی کوی اختیار یی خپل دی
که نیوکی څوک پری وکړی تکفیریږی
(مل) ځان ساته د ناپوه ملا فتوا نه
په فتوا د ملا دروغ ریښتیا کیږی
پوهندوی دوکتور سید حسام ( مل)
جرمنی ۲۳-۱-۲۰۰۸