کور / تازه خبرونه / د ګلاب منګل د قتل پلان شنډ سو

د ګلاب منګل د قتل پلان شنډ سو

د هلمند ولايتي مقامات وايي په دغه ولايت کي يې دوه اېټالوي ډاکټران او د هغو اووه نور ملګري د والي ګلاب منګل د قتل په تور نيولي دي.
د هلمند د والي وياند داود احمدي وايي دوى پلان درلودئ چي ګلاب منګل د لښکرګاه له روغتون څخه د ليدني پر مهال ووژني.
د نوموړي په وينا له نيول سويو کسانو سره يې توپنچې، ګرنيټان او نور چاودونکي مواد هم نيولي دي چي تحقيقات ځني پيل سوي دي.
داود احمدي وايي په نيول سويو کسانو کي يو بل بهرنى هم شامل دئ او پاتي نور شپږ کسان يې افغانان دي، چي په دغه روغتون کي يې کار کاوه.
د احمدي په وينا لومړنۍ څېړني ښيي چي د ګلاب منګل د وژلو پلان د افغانستان څخه دباندي د بلوچستان ايالت په مرکز کوټه کي جوړ سوئ وو.