کور / تازه خبرونه / د محبس مخته چاودني ١٤ تنه ټپيان کړل

د محبس مخته چاودني ١٤ تنه ټپيان کړل

د اېران دولتي ټلوېزون وايي په ايلام ښار کي د محبس مخته چاودني ١٤ تنه ټپيان کړل.
د راپورونو له مخي چاودنه هغه مهال رامنځته سوې چي د بنديانو خپلوان د هغوى ليدلو ته راغلي وو.
د دې چاودني مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخيستئ او نه هم حکومت څوک په دې تور نيولي دي.