د پولنډ د جمهور ريس کچنسکي الوتکه روسيې ته تر رسېدو مخکي ولوېده او د پولنډ د جمهور ريس او هغه مېرمني تر څنګ دبهرنيو چارو وزير ، دمرکزي بانک ريس او شاوخوا ۸۰ نور لوړ رتبه چارواکي ووژل سول . دا پېښه چي څو دقيقې مخکي رامنځته سوه د پولنډ لپاره د دوهمي نړيوالي جګړې وروسته تر ټولو لويه غميزه بلله کيږي .
له وروستيو معلوماتو څرګنده سوه چي د ولسمشر الوتکي څلور واره د سمولینسک پر هوايي ډګر د کښېنستلو هڅه وکړه خو په هوا کي د ګرد له امله د الوتکي کښېنستل ممکن نه وه ، په پنځم ځل الوتکه بې کنتروله سوه ، پر مځکه تر لوېدو وروسته تر څلور ټوټې کېدو وروسته د اور لمبه سوه .
دپولنډ لومړي وزير د ولسمشر کچسنکي د مرګ خبر اعلان کړ او د نن ماپښين لپاره يې د کابينې د پاته سوو وزيرانو بېړنۍ غونډه راوبلله .
که څه هم تر اوسه د نړۍ هيوادونو په دې اړه عکس العمل نه دی ښودلی ، په پولنډ کي په زرګونو کسان د جمهوري رياست ودانۍ ته پر لاره دي او وژل سوي ولسمشر په درناوي کي د ګلونو ګېډۍ ايږدي .
د یادووني وړ ده چي په الوتکه کي د ولسمشر په ګډون د پولینډ لوړ رتبه چارواکي روسیې ته تلل څو د له منځه تللو ۲۲ زرو پولینډي بندیانو په یادغونډه کي ګډون وکړي . نوموړي ۲۲ زره پولینډیان د ۱۹۴۰ زېږدیز کال راهیسي په کېټاین کي د روسیې لخوا وژل سوي دي.