ملګرو ملتونو ويلي عمومي منشي بانکي مون د پاکستان د پيپلزګوند د وژل سوي مشري بېنظيربوټو د راپور د خپرولو حکم کړئ، چي بېله زياتوني او کموني به پر ١٥ اپرېل خپور سي.
د پاکستان ولسمشر آصف زرداري او د کورنيو چارو وزيري رحمان ملک تېره اونۍ وويل چي په دې راپور کي دي د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي، د امريکا او سعودي چارواکو نظرونه هم ځاى سي، خو بانکي مون ويلي د هغوى د معلوماتو خپرېدو ته اړتيا نسته.
د افغانستان ولسمشر وروستى بهرنى وو چي د ٢٠٠٧ کال د ډسمبر پر ٢٧ – مه يې د بېنظيربوټو سره په اسلام آباد کي وليدل، او تر دې ليدني درې ساعته وروسته بېنظير بوټو ترور سوه.