د امريکا يوه متقاعد کرنل د فرانس پريس آژانس ته ويلي چي د ګوانتانامو بي ډېرى بنديان بې ګناه دي او د بوش حکومت د سياسي وجوهاتو له کبله دوى نه خوشي کول.
کرنل لارنس ولکرسن د مارچ پر شپږويشتمه په يوه بيان کي ويلي چي د بوش مرستيال ډيک چيني او د دفاع وزير ډونالډ رمزفيلډ پوهېدئ چي په دې زندان کي اکثره بنديان معصوم او بې ګناه کسان دي، خو د سياسي ملحوظاتو له کبله يې د هغوى له خوشي کولو څخه نټه کوله.
ولکرسن ويلي چي کله ده په ٢٠٠٥ کال د ليري سوي خارجه وزير کولن پاول سره خبري وکړې، ورته معلومه سوه چي يوازي ډيک چيني او رمزفيلډ نه بلکي خپله ولسمشر بوش هم د دې بې ګناه کسانو خوشي کېدل نه غوښتل.
د ګوانتانامو بي زندان په هکله د امريکا اوسني ولسمشر باراک اوباما ويلي وو چي د خپلي واکمنۍ د يوه کال په ترڅ کي به يې وتړي، خو تر اوسه ده هم د ځينو نامعلومو وجوهاتو له کبله خپله وعده نه ده عملي کړې.