د هندوستان د کورنيو چارو وزير پي، چدم برم د کانګرس ګوند مشري سونيا ګاندي او لومړي وزير من موهن سنګ ته خپله استعفاء وړاندي کړه، خو د لومړي وزير له خوا رد سوه.
چدم برم ويلي له خپلي دندي يې ځکه استعفاء وکړه چي د چتيس ګړ ايالت د پيښي په مخنيوي کي پاته راغلئ دئ.
درې ورځي دمخه د چتيس ګړ ايالت په دانتي واړا ولسوالي کي د ماويست ياغيانو په يوه حمله کي ٧٦ هندي پوليس ووژل سول، چي د کورنيو چارو وزير داپېښه د خپل ځان بې کفايتي وبلله او د استعفاء پرېکړه يې وکړه، خو لومړي وزير من موهن سنګ د کار د دوام هيله ځني کړې ده.