کور / راپور / کندوز:دقلعه ذال ولسوالۍ ۳۰سلنه خلک په نشو اخته دي

کندوز:دقلعه ذال ولسوالۍ ۳۰سلنه خلک په نشو اخته دي

دکندوز ولايت دمخدره توکيوسره دمبارزې ضدرياست اعلان وکړ چې ديادولايت د شپږګونوولسواليوپه پرتله قلعه ذال هغه ولسوالې ده چې 30 په سلوکې يي خلک په مخدره توکيوروږدي اواخته شويدي .

دغه خبره تيره ورځ ملت ته دحساب ورکونې په غونډه کې دمخدره توکيوپرضدسمييزوچارواکووکړه ، په دغه ډله کې ډيري يي ميرمنې اوکوچنيان دي . ددغه رياست دوينا له مخې دروږدوکسانو دشمير ډيرښت لاملونه ټيټ وټه اييزحالت ، اودنشه ايي موادودزيان نه ناخبرتيا اوغالې اوبدل په ګوته شويدي .

27 کلن عبدالله چې يووخت په ګاوڼډې ايران کې په نشي اخته وو اواوس يي تري لاس اخيستې اودي دقلعه ذال ولسوالې اوسيدونکې لراوبر ويب پاڼې ته په خبروکې ديادې ولسوالې دګـڼ شمير خلکو په نشه اي توکيو اخته کيدلوپه اړه وويل : په دي وروستيوکې دغلته دغالېو اوبدلو صنعت پرمختګ کړي دي ، اوزياتره دغاليوپيشه ميرمنې پرمخ وړې ، ميرمنې دغاليوکارته دوزګارتيا په موخه خپلوکوچنيانوته اپين ورکوي چې بيده سي اودوي خپلوکاروته وزګارشي ، نودهغه په وينا کله چې دغه کوچنيان ستر شي نو بيا په دغوموادوروږدې کيږي .

همدغه راز دياد ولايت دمعتادينو دڅانګې روغتياپال عبدالقدوس هم دقلعه ذال په ولسوالې کې دمخدره توکيو باندې داخته کسانو دشمير دډيروالې په اړه ورته عواملو ته داشارې ترڅنګ زياته کړه ددغې معتادينوډيرې يي زنانه اوماشومان دي ، چې ښځينه په خپل وخت اوزمان سره روغتياېې مرکزونوته د درملنې په موخه مراجعه نکوي هغه وايي کله چې د دوي عادت پرمختللې شي بيا روغتيايي مرکزونو ته راځې نوهمدا لامل دي چې ورځ په ورځ دغه کچه مخ پر لوړيدو ده ولې دکنترول وړده .

دروغتيايي کارکونکيو دسروې له مخې په ياد ولايت کې 1700 تنه په نشه ايي اخته کسان له دوي سره ثبت اوراجستر شويدي چې يوشمير يي ددرملنې وروسته خپل عادي زوند ورګرځيدلې دي .