کور / علمي / افغانستان یوبډای هیواددی (پوهاندالبرت شتاهل)

افغانستان یوبډای هیواددی (پوهاندالبرت شتاهل)

پوهاندالبرت  شتاهلپوهاندالبرت  شتاهل     د سویس دستراتیژیکو څېړونو مرکز 


 زموږ په هیواد او همدارنګه د ملګرو ملتو په احصاییو کي ،افغانستان د یوه ډیر غریب مملکت په حیث پیژندل کیږي .دا خبره د افغانانو د ډیرئ یاني کروندګرو،کونډو،یتیمانو ، معیوبنو او فقیرانو په برخه کي صدق کوي خو د آمو د سیند په څنډو یاني شمال کي د ډیرو شتمنو ګازي څاګانو په برخه کي رشتیا نه دي چي روسانو د تیري عیسوي پېړۍ په اتیایمو کلونو کي ښه په خرپ استحصال کړه .


دغه او نور کانونه په تیره پېړۍ کي موندل سویدي او په قصدي توګه له عوامو په پټه ساتل سوې وه.څو کاله پخوا  د نړۍ چاپي رسنیو دا خبره په ډاګه کړه چي د عینکو د مِسو کان یوې چیینائي کمپنۍ ته ورکړه سویدی چي د اوسپني پټلۍ هم جوړوي . خو اوس ناببره داسي خبرونه،لکه دامریکائي جیولوژیکي سروې  د ۲۰۰۷هغې ، خپاره سوه چي وائي په افغانستان کي د امو موادو او منرالونو ‌ډیري ستري ذخیرې سته . ددې څېړنو سره سم ، افغانستان ، اوسپنه ، فوسفر ، یورانیم ، اشقار ، مېټ ، کروم ، مګنېزیم ،مالګه ، ګلیمر(؟) ، مرمر ، یاقوت ، زمرد ، لاجورد ، اسبیسټ ، نیکل ، سره زر ، سپین زر ، سرپ ، جسټ ، فلوسپاټ ، بیریلیوم بیوکسيډ ، ليټیوم او توریم خورا غني زیرمي سته .

ښائي په افغانستان کي به  داسي منرالونه هم وي چي تر اوسه له چین څخه راتله او په الکترونیکي آلاتو کي   استعمالیږي  .

ټوله دغه کانونه  د ۲۰۰۵  او ۲۰۰۷  کلونو په منځ کي د امریکائي جیولوژیکي سروې له خوا وموندل سول .

د امریکائي جیولوژیکي سروې له نقشې له ورایه ښکاري چي دا کانونه  د افغانستان په ختیځ او جنوب ختیځ کي موقعیت لري . په دغو ولایتونو کي د امریکا مهمي نظامي هډې هم سته او ددغو هډو د تمرکز دلیل بیا وايي  چي د طالبانو مقاومت او په قبایلي سیمو کي د دوی د لوژیستیک محوه کول دي .

دا کېداي سي چي ددغو هډو موجودیت او د امریکا د جنګ  اصلي علت  یو بل څه وي ؟ ته وايې چي ددې امکان به نه وي چي امریکایانو به ددغو هډو له لاري دغه کانونه او زیرمي تصاحب کړي وي چي وروسته به دامریکائي کمپنیو له خوا استثمار سي ؟  که دا فرضیه رشتیا وي نو اروپائي هیوادونه چي پوځیان ئې په دغو سیمو کي نه دي میشته او په ملت جوړوني او جګړو لګیا دي ، قصدي تېر ایستل سویوي . ښائي ځیني هیوادونه به د امریکا په دې راز خبر  او راتلونکي استثمار کي به د دوي سره شریکان وي ! په دې صورت کي به نو د ناټو د افغانستان جګړه یوه جیوپولیټیکي غلا وي .