د کندوز ولايتي مقامات وايي تېره شپه په دغه ولايت کي د امريکايي او افغان ځواکونو له خوا د طالبانو يو قومندان له دوو ملګرو سره وژل سوئ دئ.
د کندوز والي انجينرمحمدعمر وايي دغه کسان برايي ماخستن د کندوز په چاردره ولسوالي کي وژل سوي دي.
د والي په وينا په وژل سويو کي د ملاګي په نوم د طالبانو يو ځايي قومندان هم شامل دئ.
دا په داسي حال کي ده چي نن د جمعې په ورځ په کندوز کي دوې پرله پسې چاودني سوي چي د والي په وينا د جرمني عسکرو يو موټر يې خراب کړئ دئ، خو کوم چا ته ځاني تاوان نه دئ رسېدلئ.