د هلمند ولايتي مقامات وايي د چارشنبې په ماخستن په دغه ولايت کي يو طالب قومندان او ساتونکى يې په خپل ماين وژل سوي دي.
د هلمند د والي وياند داود احمدي وايي ملا برهان په يوه کور کي د چاودنکو موادو په ترتيبولو بوخت وو چي ناڅاپه چاونه رامنځته سوې او له خپل ملګري سره پکښي وژل سوئ دئ.
د داود احمدي په وينا پېښه د هلمند په مارجې ولسوالي کي رامنځته سوې ده.
سره له دې چي د هلمند چارواکي ملا برهان د طالبانو مهم کس بولي او وايي په مړينه به يې په مارجه کي امنيتي وضعيت تغير ومومي، خو طالبانو لا تر اوسه په دې هکله تبصره نه ده کړې.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه