افغان امنيتي ځواکونو په پلازمېنه کابل کي د پنځو ځانمرګو د نيولو خبر ورکړ.
د جرمونو سره د مبارزې رياست مرستيال عبدالغفار وويل که دغه کسان د چاودنو پر کولو توانېدلي واى يوه خونړۍ پېښه به يې رامنځته کړې واى.
د امنيتي مقاماتو په وينا دغه پنځه کسيز ګروپ د کابل په جنوب ختيځه سيمه کي نيول سوئ دي، چي د قبايلي سيمو څخه افغانستان ته لېږل سوي دي او د مولوي جلال الدين حقاني له ډلي سره تړاو لري.