په خيبرپښتونخوا د پخواني سرحد ايالت نوم همدا اوس د پاکستان په ولسي جرګه کي د رايو په اکثريت باندي د وکيلانو له خوا تصويب سو.
دغه غونډه چي د ولسي جرګې د وياند ډاکټر حميدميرزا ترمشري لاندي وه د پاکستان په اساسي قانون کي د ځينو مادو پر تغير او تبديل باندي يې رايي واچولې، چي يو پکښي د خيبرپښتونخوا نوم وو.
د راپورونو له مخي د خيبرپښتونخوا نوم ٢٦٤ رايي موافقي او ٢٠ مخالفي رايي وګټلې، چي د مسلم ليګ نون درو غړو په رايه اچونه کي ګډون نه وو کړئ.
اوس نو د خيبرپښتونخوا د نوم په مخ کي لا اوس يوازي د مشرانو جرګې پاته دئ.
د پاکستان ولسي جرګې دغه نوم پر داسي مهال د رايو په اکثريت تصويب کړ، چي ځينو سياسي ګوندونو يې مخالفت کاوه او په دې هکله يې د ټول پوښتني غوښتنه کوله.