د کنړ ولايت دولتي چارواکو خبر ورکړی دی چي نن د دوو تنو وسله والو طالبانو له خوا د ناټو ځواکونو ته په وړونکو تيلو ډک دوه ټانکرونه سوځولي او څلور تنه يې له ځان سره بيولي دي ، چارواکي وايي چي وسله والو طالبانو پر ټانکرونو د بريد پر مهال د ملي اردو جامې اغوستې وې . بله خوا طالب وياند ذبيح الله مجاهد هم د پېښي تاييد کړی دی او دا يې د وسله والو طالبانو له خوا تر سره کړی کار وباله .