کور / تازه خبرونه / باليووډ: کېنګ خان ناروغه دئ

باليووډ: کېنګ خان ناروغه دئ

د باليووډ سينما مشهورترين لوبغاړى شاهرخ خان د ناروغۍ له وجي د شوټينګ پر مهال له ستونزو سره مخ دئ.
باليووډ سينما وايي کينګ خان دمخه د ملا له درد څخه په عذاب وو، چي هغه دردونه مخ پر ښه کېدو سول اوس د ټوخي ناروغي ورلوېدلې ده.
شاهرخ خان چي اوس د (راون) په نوم د يوه فلم په شوټينګ بوخت دئ، د ټوخي له امله د فلم په شوټينګ کي برخه نسي اخيستلاى.
شاهرخ خان ويلي د خپلي ناروغۍ علاج به ډېر ژر په کلکته کي د خپل معالج ډاکټر څخه وکړي او د مهالوېش سره سم به د راون شوټينګ ته دوام ورکړي.