زه ديوګلاب خندايم ته دمينې يوبورا شه
زه وږمه دشين سبا يم ته دمينې يو رڼاشه
زه غوټۍ ديوښکلايم ته دمينې تمنا شه
زه شبنم دګل ژړايم ته دمينې خوږ خنداشه
زه دتوروغرونو زريم ته دمينې يووفاشه
زه بلبله بی وزريم ته دمينې خوږ هوا شه
زه کيسه ديوسحريم ته دمينې مين راشه
زه دمينې جادوګريم ته دمينې تماشاشه
زه حفيظ لښته دزر يم ته دمينې تسلاشه
زه سواب ديوحيايم ته دمينې يوه ګناه شه