کور / شعر / انجلې

انجلې

يو واري راشه چي دي ووينم رخسار جلي
په پټه نه وايم وايم په جار جار جلي

سبا غرمي ته راشه زمونږ ديري ته راشه
نه دي ويريږمه دمور اونه دپلار جلي

راځه رسوا کړومينه راځه رښتيا کړو مينه
په پټه پټه ياري نکړم يم سر شار جلي

دميني راز به برملا کړم خپل پلار به رضاکړم
اصيل پښتون دي دپښتو به سر کړي جار جلي

راځه چي دواړه لاړشو ښه په قراره لاړشوو
زما هم ډير ياديږي ستا کورني ښار جلي

پاڅيږه ويښه که ويده ئي بي عقله که فهميده ئي
زه ياد وم درته دا ښکلي ننګرهار جلي

راځه صلاح شو سره دواړه رضاشو سره
ځان ته به جوړ کړي ته دګلو ښايسته هار جلي

د بشريار خوننګرهار خوښيږي

پام کړه دتلو نه ورته ونه کړي انکار جلي