دوخت سترګې دي ړندې پښتنې خورې
دونيا واړه درپسې پښتنې خورې
ستاخيالونه سترګه وردونياخوړلې
وايه چانه کړې ګيلي پښتنې خورې
زمونږ کلې ليوني سپيونه ډک دی
چانه مه کوه ګيلې پښتنې خورې
دوه لاسي درته سلام کومه ګرانې
نورنومه کوه سلګۍ پښتنې خورې
زما سترګوکې ليمه او باڼه ته يې
ګلالۍ ته يې درنۍ پښتنې خورې
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه