د ناټومطبوعاتي دفتر لخوا په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي چي ددوی يو سرتيری نن د افغانستان په سهيل کي وژل سوی دی ، د وژل سوي سرتيري هويت او د وژل کېدو ځای پټ ساتل سوی دی ، په خبرپاڼه کي دا هم نه دی ويل سوي چي سرتيری يې په جګړه کي وژل سوی او که د سړک د غاړي بم ځوانيمرګ کړی دی .