کور / تازه خبرونه / بغلان:دتوحيدپه نامه عمليات بياپيل شول.

بغلان:دتوحيدپه نامه عمليات بياپيل شول.

شمال د پوليسو وياند لعل محمداحمدزيي ويب پاڼې ته وويل : چې د توحيد په نامه علمييات يوځل بيا دبغلان په ولايت کې پيل کړي دي . دهغه پرويناددغو عملياتوموخه په سيمه کې د دولت ضدمخالفينو ورکول اوسيمه دهغوې شتون څخه پاکول دي، دغه عمليات دياد ولايت پلخمري ښار په څوکليومترې کې دامرخيلودشهاب الدين ډنډ اوکندهاريوپه سيمو کې څلورنيمې بجې پيل شول چې تراوسه دهغه پروينا دواړه خواووي هيڅ ډول تلفات نلري ، اوتردي مهاله دکټه خيلوسيمه دمخالفينونه پاکه شوي ده اودولتې ځواکونه پرمخ روان دي په دغوعملياتوکې دبغلان دسمييزوچارواکوپروينا ملې پوليس، ملې پوځ اوسپيشل فرس بهرنې ځواکونه برخه لرې . وسلوالومخالفينو تردي مهاله ددغوعملياتوپه اړه رسنيوته خپل غبرګون ندي څرګندکړي .
دغه عمليات دهمدې مياشتې په اوومه نيټه هم پيل شوي وو چې بيا وځنډول شول