دسړك غاړې ماين چاودنې دسړك جوړولو يو شركت درې تنه ساتونكي ټپيان كړ ل .
دپكتيا ولايت د زرملې ولسوالۍ اړوند يو كاركوونكي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي رسنيو ته ويلي چې ويلي چې نن دوه بجې ديادې ولسوالۍ د سوركۍ په سيمه كې د سړك غاړې يوې چاودنې د پكتيكا په ولايت كې د سړ ك جوړونې ديو شركت درې امنيتي ساتونكي چې په سراچه ډوله موټركې سپاره وه ټپيان كړل .
دطالبانو وياند ذبيح الله ( مجاهد) په دغه پېښه كې د دريو تنو د وژلو او دونورو د ټپيكېدو خبر وركړى .
دا په داسې حال كې ده چې تېره اونۍ دپكتياولايت د ګردېز څخه تر زرمت ولسوالۍ پورې د غزيدلي 43 كيلو متره سړ ك د اساسي جوړولو چارې پيل او د سيمې خلكو د سړك جوړونې شركت او ولايتي چارواكو ته د امنيت د تا مينولو ډاډو ركړ.