کور / خبرتیا او پيغامونه / د دعوت د ویبپاڼې خبرتیا!

د دعوت د ویبپاڼې خبرتیا!

ښاغلی قریب الرحمن سعید د دعوت د خپلواکو رسنیود مرکز میلمه دی
د دعوت ویبپاڼې درنو مینه والو ! د افغانستان د روانو پیښو او د افغانستان د حکومت سره د حزب اسلامي وروستۍ خبرې او د افغانستان د بحران د حل له پاره د حزب اسلامې د ۱۵ مادو طرحه او نورو ګڼ شمیر مسایلو په هکله د حزب اسلامي افغانستان د پخواني ویاند او د دغه ګوند د هیئت غړی ښاغلی قریب الرحمن سعید سره د دعوت اداره تفصیلي مرکه کوي. درانه لوستونکي او مینه وال کولي شي چې خپلې هر ډول پوښتنې تر سبا یانې د)اپریل د ۷ نیټې د اروپا پر وخت د غرمې تر ۱۲ بجو( پورې د دعوت ادارې ته د بریښنالیک له لیارې راولیږي .
استاد قریب الرحمن سعیدد دعوت د خپلواکو رسنیو د مرکز میلمه دی، او د مینه والو هر ډول پوښتنو ته ځواب وایی، زموږ ملتیا وکړۍ او خپلې پوښتنې زموږ سره شریکې کړۍ او جوابونه به ډیر ژر د دعوت د ویبپاڼې له لیارې درنو مینه والو ته وړاندې شي.
د دعوت د بریښنالیک پته:
dawatmedia@gmail.com
تلیفون:004763844384
ګرځنده تلیفون: 004790856195

www.dawat.no

دعوت: کولی شۍ د حزب اسلامي د ۱۵ مادو د طرح اړوند یو څه معلومات راکړۍ؟
دعوت: پخوا حزب اسلامي د کابل د حکومت سره د خبرو مخالف وو اوس څه وشول چې تاسو د کرزي او د هغه د ادارې سره خبرې وکړې؟
دعوت: د ښاغلي کرزي سره خبرې دا د حزب اسلامي غوښتنه وه که د کابل د حکومت؟
دعوت: د دې خبرو څخه چا ګټه پورته کړه حزب اسلامي که د کابل حکومت؟
دعوت: حزب اسلامي د خبرو میدان ته یې راودانګل او طالبان چې تراوسه یې خبرې رد کړي دي، څه فکر کوۍ په خبرو کې د برخې اخیستو له امله به اوس د حزب او طالبانو ترمنځ واټن ډیر شوی نه وي.؟
دعوت: په کابل کې ستاسو شتون او په رسمي ډول د حزب اسلامي استازیتوب څنګه ارزوۍ؟
دعوت: دا ځل څه وشول چې حزب په ښکاره وویل چې د کابل د حکومت سره په خبرو بوخت دي، پخوا هم ډیر ځله اوریدل شوی وو چې په دبۍ، مالدیپ او نورو ځایونو کې د حزب اسلامي او د کرزي د استازو ترمنځ لیده کاته شوي دي؟
دعوت: حزب اسلامي په دې ټینګار کوي چې د بهرنیو قواو د وتلو له پاره باید وخت وټاکل شي، په داسې حال کې چې د حزب اسلامې خبرې د ښاغلي کرزي سره وې ایا کرزی به دا واک ولري چې په دې اړه د بهرنیو قواو په استازیتوب وغږیږي؟
دعوت: که بهرنۍ قواوې ووځي د دې ضمانت به څوک ورکړي چې هغه پخوانۍ لوبه یانې تنظیمي جګړې به نه تکراریږي په بغلان ولایت کې یې د حزب او طالبانو وروستۍ نښتې یوه ښه بیلګه ده؟
دعوت: ستاسو په نظر د حزب اسلامی او ښاغلی کرزي په خبرو څوک ډیر ناخوښه او څوک یا کومې ډلې پرې ناخوښه ښکاریدې؟
دعوت: په کابل کې مو د کومو خلکو سره ولیدل او د خبرو اجندا مو څه وه؟
دعوت: په کابل کې د خپلو خبرو نه څومره راضي یاستۍ؟
دعوت: د خبرو په پیل کې د کابل حکومت ستاسو د شتون او خبرو نه خوښ معلومیده خو په وروستنی خبرپاڼه کې وویل شول چې دا خبرې لاډیري ابتدایی دی او ډیره خوشبیني نه ده په کار، تاسو په دې اړه څه ویلی شۍ؟
دعوت: امریکایانو د حزب سره په اوس وخت کې خبرې ګټورې ونه بللې، تر هغه وخته چې امریکایانو ته ستاسو سره خبرې د منلو وړ نه وي نو د دې خبرو نتیجه او ګټه به څه وي؟
دعوت: تاسو هلته د مختلفو څیرو )رباني، فهیم، یونس قانوني، سیاف، مجددي او نور….(سره د لیدلو او خبرو پر مهال د حزب اسلامي دریځ وړاندې کړ او که هڅه مو وه چې د پخوانیو جهادي ډلو سره په یوه نوی ائتلاف وغږیږۍ؟
دعوت: کابل کې مو بدلونونه ولیدل که هماغه کابل چې د جګړو پر مهال مو لیدلی وو؟
دعوت: د ښاغلی کرزی سره مو خبرې او د هغه برخورد تاسو سره څنګه وو؟
دعوت: اوس چې د خبرو لومړی پړاو پای ته ورسید د دې وروسته به څه کیږي خبرې او که جنګ؟
دعوت: د عامو افغانانو غبرګون او کابل ته ستاسو په ورتګ څنګه وو؟
دعوت: تاسو خپله د یو لیکوال او ژورنالست په توګه د افغاني خبري رسنیو د غبرګون او د حزب اسلامي د هیئت خبرې او شتون په هکله څنګه وو؟
دعوت: د خپل سفر په وخت د کومو ستونزو سره مخامخ شوی؟
دعوت: په ځانګړي ډول مو د ښاغلو )فهیم قسیم، یونس قانوني او رباني( سره مجلسونه څنګه وو ایا پخواني زخمونه تازه شول که هر څه هیر شوي او خبرې د اوس وخت د غوښتنو له مخې وې؟
دعوت: تاسو ښاغلو )فهیم قسیم، یونس قانوني او رباني( و امثالهم ته اوس هم د مجاهدینو په سترګه ګورۍ که د امریکایانو او نورو د لاس اله یې بولۍ؟
دعوت: ولې جنګ او جګړې یواځې د پښتنو په سیمو او د بهرنیو او کورنیو قواو سره جنګیدونکي قوت هم پښتانه او د جګړو قربانیان هم پښتانه دي. تاسو په دې هکله د دعوت لوستونکو ته څه ویلی شۍ؟
دعوت: ستاسو د سفر لګښت د چا پر غاړه وو؟
دعوت: ستاسو په شخصي نظر د هېواد راتلونکې څنګه وینۍ حالات د رڼا خواته روان دي که د تروګمیو خواته؟
دعوت: ستاسو په اند د افغانستان ستونزه د خبرو له لارې حل کیدای شي که پوځی حل باید ورته وومندل شي؟
دعوت: مخکې له دې نه چې الوتکه مو په کابل کې کوزه شي څه مو احساسول او بیرته د وتلو پر وخت مو احساس څنګه وو؟
دعوت: دعوت ستاسو په خدمت کې دی که غواړۍ خپل پیغام افغان ولس ته ورسوۍ یا هغه څه چې د خبرو بر مهال کابل کې تاسو ته د ویلو زمینه نه وي برابره شوي دعوت خپل وګڼۍ او د دعوت د ویبپاڼې له لارې خپل پیغام ورورسوۍ.
دا چې د دعوت میلمه شوۍ او زموږ ټولو پوښتنو ته مو په ورین ه ټنډه ځوابونه وویل ستاسو نه مننه کوم.