کور / تازه خبرونه / کوټه: دوه پوليس وتښتول سول

کوټه: دوه پوليس وتښتول سول

د بلوچستان ايالت په مرکز کوټه کي دوه پوليس د نامعلومو کسانو له خوا وتښتول سول.
راپورونه وايي د شمس او مظهر په نوم دوه پوليس چي نن سهار له پنجګور څخه د کوټي ښار ته په لوکل بس کي روان وو، وسله والو يې موټر ودراوه او له بس څخه يې کښته کړل.
د بلوچستان حکومت وايي د تښتول سويو پوليسو د موندلو دپاره پوځيانو په سيمه کي عمليات پيل کړي دي، خو لا تر نه چا د دې تښتوني مسئوليت منلئ او نه هم حکومت کومه ډله تورنه کړې ده.