کور / تازه خبرونه / ترکيې نور پوځي افسران د کودتا په تور ونيول

ترکيې نور پوځي افسران د کودتا په تور ونيول

د ترکيې حکومت د کودتا او بلوا په تور د لسګونو افسرانو د نيولو خبر ورکړ.
د ترکيې حکومت تر دې دمخه هم څو لوړ پوړي پوځي افسران د حکومت د ړنګولو په تور نيولي و، چي په راتلونکو مياشتو کي به محاکمه سي.
د اناطولې په نوم د ترکيې دولتي آژانس وايي په تازه نيول سويو افسرانو کي څلور پوځي جنرالان او يو استخباراتي جګړن هم شامل دئ.
راپور وايي دوى پلان درلودئ چي په ترکيه کي د مسلمانانو، عيسويانو او يهودانو په عبادتځايونو کي چاودني وکړي. مذهبي تاوتريخوالى رامنځته کړي، خلګ بلوا ته وهڅوي او وروسته د پوځ په وسيله کودتا ته لاره هواره کړي.