افغان دولتي مقامات وايي د سې شنبې په ورځ د بادغيس په بالامرغاب ولسوالي کي د ناټو او افغان ځواکونو له خوا ٢٧ تنه طالبان وژل سوي دي.
د لوېديځ زون يوه پوځي افسر جلندرشاه بهنام رسنيو ته وويل دغه جګړه د بالامرغاب په جوى خواجه سيمه کي رامنځته سوې ده، چي څو ساعته پرله پسې يې دوام وکړ.
بلي خوا ته د ناټو ځواکونو منلې چي په هلمند ولايت کي يې د پنځو طالبانو سره څلور ملکي کسان د بمباريو پر مهال وژلي دي. د ناټو ځواکونو اعلاميه وايي پېښه د هلمند په نهر سراج ولسوالي کي رامنځته سوې چي په قربانيانو کي دوې ښځي هم شاملي دي.
خو د چين د شينهوا آژانس نن د هلمند په ګريشک ولسوالي کي د بمباريو له امله د ٢٥ ملکي کسانو د مړيني خبر ورکړئ و، چي د ګريشک ولسوال يوازي د پنځو طالبانو مړينه تائېد کړې وه. دا لا معلومه نه ده چي د ګريشک ولسوالي او نهر سراج بمبارۍ يوه پېښه ده او که په دوو جلا جلا پېښو کي ملکي کسانو ته دونه مرګ ژوبله اوښتې ده.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه